د ايران د قرانی خبری اژانس (ايكنا) د يو راپور پر اساس، چې له ولسمشر له دفتر ويب پاڼه یې نقلوی د ايران د اسلامی جمهوريت ولسمشر ډاكټر محمود احمدی نژاد ووئيل دښمنانو په پاكستان كې د ناكراريو د رامينځته كولولو لپاره د سيمې عمومی امنيت په نښه كړی دی . ډآكټر احمدی نژاد وويل په اوسنيو شرائطو كې د سيمې هيوادونه په تيره بيا ايران او پآكستان بايد په سيمې كې د امنيت د ټينګولو لپاره ګډ پروګرام ولری .
د اسلامی ايران ولسمشر د ايران او پاكستان اړيكې ژورې وبللې او وې ويل تهران او اسلام اباد پر ګاونډيتوب سربيره ډيرې ګډې ګټې لری او د دواړو هيوادونو د ملګرتياؤ پراختيا د ورورولۍ دنده او يو ضرورت دی . هغه روښانه كړه هغه قدرتونه چې له سياسی او اقتصادی ستونزو سره مخامخ دی ، هڅه كوی په سيمې كې د ناكراريو په پراخولو سره د خپلو شرائطو د ښه كولو لپاره فرصتونه برابركړی . دوی له يوې خوا ترهه ګر روزی او ملاتړ ئې كوی ، او له بلې خوا له ترهه ګرۍ سره د مبارز ې په پلمه د سيمې پر ملتونو د خپلې خوښې يولړ مقررات تپی
د پاكستان د ولسی جرګې مشرې ميرمن فهميده مرزا هم په دغې كتنې كې وويل پاكستان پّه ډيرو سيمه ايزو او نړيوالو مسئلو كې له ايران سره يو شان نظر لری او په ټولو زمينو په تيره بيا له سوله ايزې ایټمی انرژۍ څخه په استفادې كې د ايران ملاتړ كوی هغې دغه راز ووئيل ايران او پاكستان د ملګرتياؤ پّه تيره بيا پّه تجارتی او اقتصادی برخو كې د خپلو ملګرتياؤ د زياتولو لپاره ډير ظرفيتّوه لری او بايد په دغې لارې كې موجود ټول خنډونه ليرې كړی
535036