IQNA

په قطر كښې د قران او حديث د ځوانانو كلنۍ مقابله ترسره كیږی

23:15 - February 08, 2010
د خبر لمبر: 1884601
نړيواله ډله: په قطر كښې د قران د حفظ قرائت او د حديث مقابله چې ځوانانو سره خاص ده او هر كال ترسره كیږی، د كب د مياشتې په 12 نیټه به د قطر د اسلامی مطالعاتو او الهياتو د پوهنځی د دينی او كلتوری چارو د كمیټۍ په مرسته ترسره كیږی.
د ايران د قرانی خبری اژانس(ايكنا) په ګزارش چې له قطری ورځپاڼې «الراية» یې نقلوی، د قطر د الهياتو د پوهنځی د كلتوری او دينی چارو كمیټۍ دا اعلان وكړ: دا مقابلې به د قران په حفظ او قرائت كښې په څلورو څانګو، د قران كريم حفظ او مكمل قرائت، د قران د 15 سپارو حفظ او قرائت او د قران حفظ او قرائت له سوره يسينه تر اخر پورې، كښې ترسره كیږی.
دې كمیټۍ اعلان وكړ: په دې مقابلې كښې ګډون د هغه ټولو محصلانو جينكو او هلكانو لپاره ازاد دی چې د قطر پوهنتون سره اړه لری. د سلواغی د مياشتې تر 25نیټې پورې د نوم ليكلو مهلت دی.
536769

captcha