IQNA

د كويت د زكات كمیټی «القيروان» د قران د حفظ مقابلې ترسره كوی.

23:50 - February 10, 2010
د خبر لمبر: 1885698
نړيواله ډله: د كويت د زكات كمیټی «القيروان» چې «الإصلاح الإجتماعی» انجمن سره تړلې ده د كب د مياشتې په دويمه او دريمه نیټه د قران د حفظ مقابلې ترسره كوی.
د ايران د قرانی خبری اژانس(ايكنا) په ګزراش چې له كويتی ورځپاڼې الرأی یې نقلوی، د زكات د كمیټۍ مشر «فهد المطيری» په دې هكله وويل: دا كمیټی د كب د مياشتې په دويمه او دريمه نیټه د قران د حفظ مقابلې ترسره كوی. چې په دې مقابلو كښې لومړۍ د حفظ د مقابلو دوره د مرحوم «علی ابراهيم القاضی» او دويمه د حفظ د مقابلې دوره د «موضی محمد العوهلی» په نامې ده.
دا دواړه مقابلې د كويت ځوانانو او هغه كسانو سره چې كويتيان نه دی خو په كويت كښې اوسیږی سره خاص دی او د سلواغی د مياشتې له 12 نیټې د دې مقابلو لپاره نوم ليك شورو شوی دی او د سلواغی د مياشتې تر 25 نیټې به دوام لری.
538026
captcha