IQNA

په امارات كښې د «رأس الخيمة» د قرانی مقابلو اخرنۍ مرحله شورو كیږی

21:40 - February 15, 2010
د خبر لمبر: 1886406
نړيواله ډله: د قران كريم د امارات د رأس الخيمة مقابلو لسمه مرحله د سلواغی د مياشتې له 26 نیټې د امارات په رأس الخيمه ښار كښې شورو كیږی.
د ايران د قرانی خبری اژانس(ايكنا) په ګزارش چې له امارتی ورځپاڼې «الاتحاد» یې نقلوی، د رأس الخيمه د انعامی مقابلې مشر «عمر بن عبدالعزيز القاسمی» په دې هكله وويل: د دې مقابلې د ښځو برخه د سلواغی د مياشتې له 26 نیټې د هغه 36 ښځو تر مينځ ترسره كیږی چې په تيرو مرحلو كښې یې مقابله ګټلې ده.
هغه زياته كړه: دا مقابلې په څلورو څانګو كښې، د ټول قران حفظ، د 20 سپارو حفظ، د لسو سپارو حفظ، او د پينځو سپارو په حفظ كښې ترسره كیږی.
د دې مقابلې ترسره كوونكی كمیټۍ د دې مقابلې د ګټونكيو لپاره د 250 امارتی درهمو د انعام اعلان كړی دی چې د څلورو څانګو ګټونكيو ته به ډالۍ كیږی.
539074
captcha