IQNA

احـمدی نژاد: ايران نوی ماډل سنټرفيوژونه آزموئيلی دی

21:43 - February 18, 2010
د خبر لمبر: 1887595
سياسی ډله: د ايران د اسلامی جمهوريت ولسمشر ډاكټر محمود احمدی نژاد نن ناوخته په تهران كې د كابو دوه سوه داخلی او بهرنيو خبريالانو په ټول كې وويل ايران نوی ماډل سنټرفيوژونه آزموئيلی دی چې وړتيا ئې د مخكينيو سنټرفيوژونو په نسبت پنځه برابره زياته ده
د ايران د قرانی خبری اژانس (ايكنا) د يو راپور پر اساس، محمود احمدی نژاد جوته كړه په ايران كې د يورانيمو شل فی صدی پخول پيل شوی دی او د ایټمی انرژۍ نړيوال اژانس دا تائيد كړی هم دی .
د ايران د اسلامی جمهوريت ولسمشر زياته كړه د سونګو د مبادلې دوسيه بنده شوې نه ده او په دې زمينې كې ځينی خبرې اترې شو ی او ځينی نوره هم روانې دی . ډاكټر احمد ی نژاد د خپلو خبرو په دوام كې دايران اسلامی انقلاب ،د الهی نبیّانو د غورځنګ دوام او نه يوازې د ايران د ملت لپاره بلكې د درست بشريت لپاره د پيل ټكی وباله او زياته ئې كړه، هغه دور چې څو هيوادونو د ملتونو برخليك ټاكهّ، او د نړۍ لپاره به ئې نقشه انځوروله او سياسی او تبليغاتی پلانونو سره ئې نقشې د ملتونو په ضد او د پانګوالو په ګټه اجرا كولې ختم شوی دی .
هغه ووئيل اوس داسې دور پيل شوی چې ټول ملتونه او د ملتونو په رايو واك ته رسيدلی حكومتونه بايد له يوه بل سره لاسونه وركړی او اوږه په اوږه حركت وكړی
د ايران د اسلامی جمهوريت ولسمشر جوته كړه نن سبا پر ټولو ثابته شوې ده چې له بشری ضد ليدتوګواو پانګوال فكره راپورته شويو اوپه توپيری چلند دمشتملو نظامونو دور يای ته رسيدلی دی
540166
captcha