IQNA

د اردو ژبی لومړی قرانی سافټ ويئر تيار شو

21:19 - February 22, 2010
د خبر لمبر: 1889346
د قرانی كارونو ډله: د اسلامی میډيا د نړيوالی موسسی لخوا د تسنيم په نوم سره د اردو ژبی لومړی قرانی سافټ ويئر تيار شو
د اسلامی میډيا د نړيوالی موسسی مشر ښاغلی "سيد مہدی ہاشمی" د د المصطفی نړيوال پوهنتون كې د غير ايرانی محصلانو او طالبانو په دريم نړيوال فيسټول طؤبی د نندارتون په موقع د ايران د قرانی خبری اژانس (ايكنا) د قم څانګې سره په خبرو اتر كې وويل چې دا موسسه 2008ء كې جوړه شوی ده چې هغه به داسلامی تعليماتو سافت وييرو تياری، د دينی طإلبانو تعليم او د اسلامی معارفو د ساينس د افتتاح په شان فعاليتونه تر سره كوی
"سيد مہدی ہاشمی" زياته كړه چې دې موسسی تر اوسه پورې دوه قرانی سافټ ويئر د فاطر په نوم او د تسنيم په نوم تيار كړې دې چې فاطر د فارسی ژبی او تسنيم د اردو ژبی سافټ ويئر دی.

541656
captcha