IQNA

په قطر كښې د قران كريم نندارتون ترسره كیږی

22:05 - February 23, 2010
د خبر لمبر: 1889944
نړيواله ډله: د قران كريم د د حفظ او اسلامی تبليغاتو مركز «موزة بنت محمد» د قطر په پلازمينه دوحه ښار كښې د راتلونكی كال د وری د مياشتې له 22 تر د غويی د مياشتې 16 نیټې پورې د قران كريم نندارتون ترسره كوی.
د ايران د قرانی خبری اژانس(ايكنا) په ګزارش چې له قطری ورځپاڼې «الشرق» یې نقلوی، د قران د حفظ د مركز موزه بنت محمد مرستيال «أم عبدالرحمن» په دې هكله وويل: دا نندارتون په دې غرض ترسره كیږی چې د قطر اوسيدونكی كسان او ننداره كوونكی د قران د ايتونو نزول سره اشنا شی او ټولو مؤسسو، مدرسو، او سازمانونو ته یې د دې د ليدلو بلنه وركړې ده.
542827
captcha