د ايران د قرانی خبری اژانس(ايكنا) په ګزارش، د اسلامی انقلاب معظم لارښود حضرت ايت ا... العظمی سيدعلی خامنه ای نن په تهران كې د رهبرۍ د خبرګانو د شورا له مشر او غړو سره په كتنې كې وويل د اسلامی نظام وجود او په اسلامی نړۍ كې ئې آثارو د نړۍ د مستكبرانو ګټې په خطر كې اچولی دی او ټولو ظالمانو نړۍ له اسلامی جمهوری نظام سره مقابلې ته كاږلی ده نو ځكه ټول بايد د نظام او د هغه اركانو په پياوړتيا او ساتنې كې خپلې ټولې هڅې وكاروو .
د رهبرۍ ستر مقام د نظام د اصلی اساس په توګه پر توحيد په ټينګار سره عدالت ، او د انسان كرامت او د خلكو غوښتنې او رائی ، د اسلامی نظام نور بنسټونه وبلل او ټينګار ئې وكړ ددغه اسلامی نظر په سيوری كې په انتخاباتو كې د ولس مهم او پراخ ګډون د هيواد او ټولنې يوه اصلی موضوع شميرل كیږی . او په همدې دليل د ايران په اسلامی جمهوريت كې انتخابات مجازی اوتقليدی موضوع نه بلكې يوه حقيقی چاره ده.
حضرت ايت ا... خامنه ای جوته كړه ، په اسلامی نظام كې د ديموكراسۍ دزياتره مدعيانو په اپوټه د ولس د رايو ټاكونكی شتمنۍ او د قدرت چينلونه نه دی او ملت پخپل تشخيص سره پخپله فيصله كوی البته ممكنه ده دغه تشخيص په ځينو موردونو كې غلط وی خو په هر حال د ولس فيصله ده او بايد په وړاندې ئې تسليم شو .
د اسلامی انقلاب معظم لارښود د اسلامی نظام له دښمنانو سره پر حدودو په ټينګار سره په اصلی او هويتی موضوګانو كې په فرعی مسئلو كې اختلافات حتی د پرمختګ سبب وبلل
ددغې كتنې په پيل كې د رهبرۍ د خبرګانو شورا مشر ايت ا... هاشمی رفسنجانی ووئيل د خبرګانو وروستئ غونډه د دسمبر د ديرشمې نیټې او دغه راز د سلواغې د ۲۲ نیټې په ميليونی لاريونونو كې د ولس د پراخ ګډون تر اغيزو لاندې له ډير تاندوالی او چمتوالی برخمنه وه او په ډير كراری او لوړې انګيزې سره ترسره شوې ده