IQNA

په قطر كښې د قران كريم د چاپ تخصصی چاپخانه شورو كیږی

22:02 - February 25, 2010
د خبر لمبر: 1890670
نړيواله ډله: د قطر د قران د طرحې د كمیټۍ مشر «صالح بن محمد المری» په قطر كښې د قران د تخصصی چاپخانه د شورو كيدو په هكله خبر وركړ.
د ايران د قرانی خبری اژانس(ايكنا) په ګزارش چې له قطری ورځپاڼې «الشرق» یې نقلوی، صالح بن محمد المری په دې هكله وويل: د دې چاپخانه په هكله به د مارچ د مياشتې په 9 نیټه (د كب د مياشتې په 18) په يوه پروګرام سره په دوحه كښې اعلان كیږی.
هغه زياته كړه: د قطر د ملی مصحف لومړی چاپ د قران كريم 750 زره نسخې دی چې دا نسخې په پينځو اندازونو كښې د تركیې د ماس خپرندويی ادارې په مرسته خپاره شوی دی.
هغه زياته كړه: كله چې دا نسخې چاپ شوې نو د الازهر د اسلامی تحقيقاتو غونډې ته وركړې شوې چې په دې هكله ورته د چاپ نړيوال مجوز وركړې شو او د مصحف قطر په نامه د خپرولو اجازت ميلو شو.
543452
captcha