IQNA

د لهستان له ټولو لوی جمات په ورشو كښې جوړیږی

23:21 - February 27, 2010
د خبر لمبر: 1891502
نړيواله ډله: د لهستان له ټولو لوی جمات د دې هيواد د مسلمانانو په مرسته په ورشو كښې جوړیږی.
د ايران د قرانی خبری اژانس(ايكنا) په ګزارش چې له «thenews» ورځپاڼې یې نقلوی، د لهستان د مسلمانانو د غونډې مشر د دې خبر په اعلان سره وويل: دا جمات به د لهستان له كلتوری اسلامی مركزونو يو مركز وی چې د ورشو او لويدځه سيمه كښې جوړیږی.
هغه زياته كړه: دا جمات درې چته دی چې د لهستان دريم جومات دی چې يوه 18 میټره لوړه مناره به لری خو له دې منارې به د اذان غږ نه كیږی او د لهستان د قانون مطابق يوازې به جمات كښې دننه به د اذان غږ اوريدی شی.
تقريبا 35 تر 40 زرو پورې مسلمانان په لهستان كښې اوسیږی چې پكښې 11 تر 13 زره كسان په ورشو ښار كښې اوسیږی.
544683
captcha