IQNA

د غنا په پوهنتونونو كښې د قران د ملی مقابلو اخرنۍ مرحله ترسره كیږی

22:28 - March 01, 2010
د خبر لمبر: 1892603
نړيواله ډله: د قران د قرائت، حفظ او تفسير د مقابلو اخرنۍ مرحله د غنا په پوهنتونونو كښې، د جمهوری اسلامی ايران د كلتوری مركز په مرسته او غنا د اسلامی پوهنتون په مرسته په اكرا ښار كښې ترسره كیږی.
د جمهوری اسلامی ايران د كلتوری مركز غړی «عباسعلی افسری» د ايران د قرانی خبری اژانس(ايكنا) په خبرو كښې وويل: دا مقابلې به د كب د مياشتې په 21 نیټه د وحدت د اوونۍ په مناسبت شورو كیږی او دوه ورځې به دوام لری.
هغه زياته كړه: د دې مقابلو مقدماتی مرحله يوه مياشت وړاندې د غنا په پوهنتونونو كښې ترسره شوه چې په پای كښې ګټونكی كسان د دې مقابلو اخرنۍ مرحلې ته وټاكل شول.
545785
captcha