IQNA

په سوډان كښې د قران كريم خدمت مركز جوړیږی

22:27 - March 01, 2010
د خبر لمبر: 1892607
نړيواله ډله: د پراختيا اسلامی بانك د سوډان د قران د خدمت د سازمان المجذوب تر نظر لاندې د سوډان په پلازمينه خرطوم كښې په الروابی سيمه كښې د قران خدمت مركز جوړوی.
د ايران د قرانی خبری اژانس(ايكنا) په ګزراش چې له عربی خبری اژانسونو له اتحادیې اطلاع رسوونكی مركز یې نقلوی،د دې قران مركز د تفاهم نامه د پراختيا د اسلامی بانك د مشر «احمد محمد علی» او د د قران د خدمت مركز دسازمان المجذوب د مشر «مبارك محمد علی مجذوب» په لاسليك سره وليكل شوه.
د دې تفاهم نامې پر اساس، د پراختيا د اسلامی بانك صندوق په وقفی ملكونو كښې، د قران خدمت يو مركز په دې غرض د سوډان په خرطوم ښار كښې له 7.5 مليونه پرته خرچې باندې جوړوی چې د ټولنې بيلا بيل وګړی پكښې زده كړه وكړی.
546061
captcha