د ايران د قرانی خبری اژانس(ايكنا) د لبنان د څانګې په ګزراش، په طرابلس ښار كښې په «طينان» جمات كښې د كب د مياشتې په 9 نیټه د پيغمبر(ص) د زوكړې جشن ترسره شو. او په دې پروګرام كښې د طرابلس او شمالی لبنان مفتی مالك شعار، د مكارم الاخلاق د اسلامی غونډې مشر عمر مسقاوی، د لبنان د اهل سنتو د شرعی عدالتونو تېر مشر ناصر الصالح، د دې هيواد د توحيد اسلامی د جنبش ستر سكتر بلال شعبان، د طرابلس د اوقافو د ادارې مشر حسام سباط، د طرابلس د قاريانو شيخ بلال بارودی او د لبنان ډېرو ښاريانو پكښې ګډون وكړ.
په دې پروګرام كښې ګرانو ميلمنو د پيغمبر(ص) د شخصيت د هغوی د اخلاق او كړچار په هكله خبرې اترې وكړې.
546023