IQNA

ايت الله خامنه ای: اتحاد د اسلامی نړۍ د ستونزو د آواری عامل دی ‏

9:41 - March 05, 2010
د خبر لمبر: 1893805
سياسی او ټولنيزه ډله: د رهبرۍ ستر مقام د اسلام د بيلا بيلو مذهبونو د پيروانو اتحاد د ‏اسلامی نړۍ د ستونزو د آواری او پرمختګ عامل وباله .‏
د ايران د قرانی خبری اژانس (ايكنا) د يو راپور پر اساس، د اسلامی انقلاب ستر لارښود ‏حضرت آيت الله العظمی سيد علی خامنه ای نن د اسلام د ګران پيغمبر حضرت محمد (ص)او ‏د شيعه وو د شپږم امام حضرت امام جعفر صادق (ع) د نيكمرغه زوكړې په مناسبت د ايران ‏د دری ګونو قواو له مشرانو ، د ايران د نظام د مصلحت پيژندونكې ټولنې له مشر ، د ‏اسلامی وحدت په كنفرانس كښې له ګډون كوونكو ميلمنو او د اسلامی هيوادونو له سفيرانو ‏سره په كتنه كښې په دی اړه مباركی وويله او ویې فرمايل د بشريت اخلاقی فضيلتونه او ‏انسانی شرافتونه د پيغمبر اكرم (ص) د نورانی او سپیڅلی شتون پامته داره دی . ‏
حضرت آيت الله العظمی سيد علی خامنه ای د اسلامی نړۍ ستر نفوس ، وتلی جغرافياوی ‏موقعيت او ډيرندو انسانی استعدادونو او حياتی سرچينو په استناد سره دغه اساسی پوښتنه ‏مطرح كړه چی له دغه ډول خصوصياتو سره يوه ستره ټولګه ولی د بې وزلۍ ، توكمپالنې ، ‏علمی وروسته پاتې والې ، او كلتوری كمزورتيا په څير ستونزو كړیږی او د عالم د زور ‏ويونكو په وړاندې له خپلو حقوقو ددفاع وس نلری ؟ ‏
د رهبرۍ ستر مقام د مسلمانانو له حقوقو په دفاع كښې د اسلامی نړۍ د كمزورتيا د اثبات ‏لپاره د بيلګې په توګه د فلسطين مسئلې ته اشاره وكړه اوویې فرمايل د فلسطين دسپیڅلی ‏ټاټوبی غصبول او د فلسطين په ملت د صهيونستو جنايتكارانو دوامداره او بې پايه تيری او ‏ظلمونه هغه ستر ټپ دی چی د اسلامی امت وجود سخت كړوی خو اسلامی نړۍ په ټول كښې ‏داسی عمل كوی چی ته وا دفلسطين مسلی پرې اړه نلری . ‏
د اسلامی انقلاب ستر لارښود د اسرائيلو صهيونستی او جعلی رژيم يوه خطرناكه سرطانی ‏دانه وبلله او زېاته یې كړه ددغه وژونكی سرطان او د هغه د ملاتړو په مقابل كښې د دفاع ‏يوازينۍ لاره اسلام او د اسلام د ګران پيغمبر حضرت محمد (ص) تعاليمو ته ستنيدا او د هغو ‏چورليز ګرځول دی . ‏
حضرت آيت الله العظمی سيد علی خامنه ای په اسلامی امت كښې د درز او اختلافاتو د اچولو ‏لپاره د امريكا ، انګلستان او د اسلام د نورو دښمنانو بې دريغه هڅو ته اشاره وكړه او ‏ډاګينه یې كړه دغه سلطه ګر زورويونكې ډير ښه پوهیږی چې اختلاف او بيلتون اسلامی ‏امت د فلسطين له ډيری مهمی مسئلی منحرف او منصرف كړی ، نو په همدې دليل په هره ‏ممكنه بڼه د شيعه او سنی او بيلا بيلو اسلامی مذهبونو په پيروانو كښې مذهبی ، قومی او ‏جغرافياوی درزونو ته لمن وهی . ‏
د اسلامی انقلاب ستر لارښود حضرت آيت الله العظمی سيد علی خامنه ای د حضرت امام ‏خمينی (رح) لارښوونو ته په پام سره د مسلمانانو اتحاد او د فلسطين له مسئلې دفاع د ايران ‏د اسلامی جمهوريت لومړيتوب او هدف وباله او ویې فرمايل د ايران ملت دې مسئلې ته د ‏شرعی فريضی په توګه ګوری . ‏
547816
captcha