IQNA

د ايران امنيتی ځواكونه له سرحدونو دفاع ته بشپړ چمتو دی ‏ ‏ ‏ ‏ ‏

19:42 - March 12, 2010
د خبر لمبر: 1897044
سياسی ډله: د ايران د پاسدارن انقلاب ځواك مرستيال وويل، د فارس خليج د امنيت، د نظام د ‏هوښيار سياست او د وسله والو ځواكونو د اقتدار احسان من دی.‏
د ايران د قرانی خبری اژانس (ايكنا) د يو راپور پر اساس، د ايران د پاسدارن انقلاب ځواك ‏مرستيال دهيواد له سمندری سرحدونو د ټولو هوايی، ځنكنيو، سمندری او هوايی دفاعی ‏ځواكونو د دفاعی چمتووالی ته په اشارې سره زياته كړه،امنيتی ځواكونه له پياوړې انګيزې او ‏روحیې سره د هيواد او د فارس خليج د امنيت او ثبات او سولې د ساتلو لپاره دفاع ته چمتو دی ‏‏.‏
هغه جوته كړه، د بنديزونو او زياتو امكاناتو سره سره ، د ايران له اسلامی نظام سره په ټكر ‏كې د دښمنانو پرله پسې ماتې، د هغې لارې سموالی ښيی چې د ايران ستر ملت د رهبرۍ د ‏ستر مقام په حكيمانه لارښونو سره غوره كړې ده.‏
‏551089‏
captcha