د ايران د قرانی خبری اژانس (ايكنا) د يو راپور پر اساس، آيت ا... محمد امامی كاشانی دجرمنی حكومت له لوری د پژاك د ترهه ګرې ډلګې دمشر خوشې كيدا ته په اشارې سره وويل،داسلامی نظام مخالفينو، رحمان حاجی احمدی ،يواځې د ايرانيانو په خلاف د ترهه ګرو حملو دترسره كولو لپاره خوشې كړ.
هغه زياته كړه،دترهه ګرې ډلګې دغه مشر چې له جرمنی دپژاك ترهه ګره ډلګۍ هدايتوی، په ځلونو دله اروپايی راډيوګانوسره په مركو كې د ايران دلودیځ د كردميشتو سيمو د خونړيو ترهه ګرو اقداماتو مسوليت په غاړه اخستی دی .
آيت ا... محمد امامی كاشانی زياته كړه،داسلامی ايران دښمنان، د دغو غير انسانی اقداماتو د پټولو لپاره په ایټاليا كې د ايران خبريال چې ۱۷ كاله یې هلته خدمت كړی،په چټی تورونو نيولی.
آيت ا... محمد امامی كاشانی ،دايران په اټومی پروګرامونو كې د استكباری هيوادونو دكارړنګولو په غندلو سره وويل، لودیځ ددې لپاره چې اسلامی ايران علمی او صنعتی پرمختګ ته ونه رسیږی ،ايران داټومی وسلو د ترلاسه كولو لپاره په هڅو تورنوی .
511677