د ايران د قرانی خبری اژانس(ايكنا) په ګزراش چې له لبنانی ورځپاڼې «الإنتقاد» یې نقلوی، آيتالله محمد علی تسخيری د محمد سيد طنطاوی په وفات باندې جامعه الازهر ته د تسليت پيغام سره وويل: د الازهر شيخ داسې كس و چې خپل عمر یې د تقريب مذاهب او د مسلمانانو د وحدت په لارې كښې تير كړ.
محمد سيد طنطاوی، د الأزهر شيخ، د چهارشنبې په ورځ، د كب د مياشتې په 19 نیټه په 81كالو په عمر كښې د عربستان په سفر كښې د زړه د سكتې په سبب له دنيا لاړ او په مدينه منوره كښې په بقيع مقبره كښې خاورو ته وسپارل شو.
552530