IQNA

مسجداﻵقصی سره د همبستګۍ لپاره د دعا او روژې د نړيوالې ورځې ترسره كول.

23:10 - March 15, 2010
د خبر لمبر: 1898701
ېو شمير انټرنیټی فعالانو د ټولی نړۍ له مسلمانانو څخه وغوښتل چې سبا دوشنبه د روانې كب د مېاشتی په ٢٤ نېټه د مسجدالاقصی سره د پيوستون لپاره روژه ونيسی او د صهيونيسټو نيواكګرو له لاسه ددغه مسجد د خلاصی لپاره دعا وكړی.
د ايران د قرآنی خبری آژانس ايكنا د رپورټ له مخې دغو انټرنیټی فعالانود فيس بك پشمول د وبلاګونواو ځينو انټرنیټی سایټونو له لاری د نړۍ له مسلمانانو نه وغوښتل چی د دغه مسجد د بيرته اخيستلو او د دغه مبارك مسجد د يهودی جوړونې د چلن د ودرولو لپاره د خپلې علاقې اوقدرت د ښودلو په غرض يو جدی حركت او خوزښت تر سره كړی.
د انټرنیټې فعالانو په دغه غوښتنه كښې راغلی دی: صهېونيسټی رژيم د سه شنبې ورځ يعنې د ١٣٨٨ كال د كب د مياشتې ٢٥ نیټه د مسجدالاقصی د وېجاړولو وخت اعلان كړی دی، په دې وجه پكار دی د مسلمانانو تحرك د اسرائيلود رژيم له دغه اقدام نه مخكښې تر سره شی او روژه او دعا هغه تر ټولو وړوكی كار دی چې مسلمانان كولې شی د اسلامی امت له مقدساتو څخه په ملاتړ كښی ېې تر سره كړی.
552458
captcha