د ايران د قرآنی خبری آژانس ايكنا د رپورټ له مخې د مصر خارجه وزارت همداراز د يونسكو د سازمان له اسلامی او عربی پلاؤ څخه وغوښتل چې په همكارۍ او غږملتېا سره، له ېهودی ميراث سره د الخليل د ابراهېمی مسجد د الحاق په هكله د صهيو نيسټی رژيم د فيصلو د مخنيوی لپاره هڅه وكړی.
د مصر د خارجه چارو وزېر احمد ابوالغيظ په دې هكله ووئېل: اسلامی هېوادونه په حاضر حال كښی له صهېونيسټی رژيم سره په ډيپلماټيكې، فرهنګی او دينی مقابله كښی قرار لری او پكار دی د صهېونيسټې رژېم د جناېتونو د ودرولو لپاره د يو واحد او يوازنی دریځ په غوره كولو سره هڅه وكړې.
د عربو د اتحادېې منشی خانې هم په قدس كښی د اسرائېلی رژيم نوی تحركات ډير خطرناك وبلل او ددغو جناېتونو د بندولو په زمينه كښی د اسلامی او عربی هيوادونو د دخالت غوښتونكې شوه.
553882