IQNA

د مسلمانانو لپاره د آذرربايجان د دولت ېو شمېر نوی ممنوعيتونه.

17:16 - March 18, 2010
د خبر لمبر: 1899598
د باكو خبری ورځپاڼې د آذرباېجان د مسلمانانو لپاره د دغه هېواد د حكومت د ېو شمېر نوېو ممنوعېتونو په هكله خبر وركړ.
د باكو د خبری ورځپاڼې له قوله د ايران د قرآنی خبری آژانس ايكنا د رپورټ له مخې حكومتی كاركونكو ته حكم وركړای شوی چې د خپلو كار له دفترونو نه قرآن او نور مذهبی څيزونه را غونډ كړی، همداراز ئې موبائل ټېلېفونونو ته د دېنی سرودونو د منتقلولواو په ګڼه ګوڼه لرونكو استوګن ځايونو كښی په لوړ غږ د دغو سرودونو د خپرولو په ممنوع كولو سره د آذرباېجان جمهوريت له بازارانو څخه د دينی آډېوئی او ویډيوئی فلمونو د را ټولولو طرحه هم پيل شوې ده او په دې هكله هم انټرنیټی سائیټونو او دكانونو ته خبرداری وركړای شوی دی.
له بلې خوا د باكو په ګنجېك چوك كښې ېوې حسينېۍ ته هم خبردارۍ وركړې شوی دی چې د نمونځ او نوردېنی مراسم دې په غېرمحسوسه توګه تر سره كوی څو د دغه مسجد د خواوشا په سړكونو باندې د تېرېدونكو خلكوپام پدغه ځای كښی تر سره كېدونكې برنامې او نمونځ ته راو نه ګرځی.
د باكو د ځېنی مسجدونو د بندولو نه پس د نمونځ ګزارو شتون په نورو مسجدونو كښې زيات شوی چې د آذرباېجان د دولتې چارواكو سخته اندیښنه ئې د ځان سره لرلې ده.
554379
captcha