د ايران د قرانی خبری اژانس (ايكنا) د افغانستان د څانګې د يو راپور پر اساس، د كنر ولايت د تعليم څانګې مشر ښاغلی سيد جمال الدين حسنی د دې خبر په بيانولو سره وويل چې د افغانستان د تعليم وزارت په همكارۍ سره په كنر ولايت كې يو علمی مركز جوړ شو چې پكښې هر ډول اوزار شته او دې مركز په پرانستلو سره په دې كې د يو زر كسانو د تعليم اخستلو امكان شته
همدا رنګ د خوست ولايت د تعليم محكمې مشر ښاغلی عزيز احمد ہاشمی هم په دې ولايت په مركز كې د يو علمی مركز د پوره كيدو خبر وركولو سره وويل چې په دې سنټر كې د محصلانو شمير به دوه برابر شی..
553058