د ايران د قرانی خبری اژانس (ايكنا) د يو راپور پر اساس، د تهران ددې اونۍ دجمعې لمانځه خطيب ايت الله سيد احمد خاتمی په بيت المقدس كښې دصهيونيسټانو ورانونكو اقداماتو او دقدس شريف ديهودی كولو لپاره په دغه ځاې كښې دالخراب كنيسې جوړولو ته په اشارې سره وويل حتی دساز باز په تړونونو كښې داسې نه وه ټاكل شوی چې ختیځ قدس يهودی ووسی .
ايت الله خاتمی صهيونيسټ رژيم ته خبردارې وركړ دغه تيری به دريمه انتفاضه ځان پسې ولری چې ددغه جعلی رژيم معادلات به ګډوډ كړی .
دتهران دجمعې لمانځه خطيب دروان هجری لمريز كار په اخری خطبې كښې دغه راز د۱۳۸۸ هجری لمريز كال پیښې بيان كړې او ویې ويل روان لمريز كال په ايران كښې درې سترې نندارې ترسره شوې .
ايت الله خاتمی دايران دملت پرضد دپرديو رسندوی جنګ لومړنی ننداره وبلله او ډاګينه یې كړه نړيوال استكبار له اسلام سره زاړه كينه لری او هرځاې چې وتوانیږی اسلامی هيوادونو ته ګوزار وركوی .
دتهران دجمعې لمانځه خطيب بلواوې ، په اسلامی نظام ددرغليو تور او دخلكو د حقوقو له اوزاره استفاده له نظام سره دمخالفت لپاره بل ننداره وبلله چې دفتنه ګرانو، منافقينو ، سلطنت غواړو ، بهايانو او توده يانو په اتحاد سره ترسره شو .
ايت الله خاتمی دريمه ننداره دبصيرت ، ايمان او ولايتمدارۍ په شتمنۍ سره په ډګر كښې دخلكو په وخت شتون وباله او ویې ويل دايران ملت په حماسې او میړانۍ رامينځته كولو سره دوې نندارې ناكامه كړې او له نظام او ولايت سره وفاداری یې ثابته كړه .
554677