د ايران د قرآنی خبری آژانس ايكنا د رپورټ له مخې: نوروز د نمريز كال د وړومبۍ مېاشتی وړومبۍ ورځ ده چې ايرانيان هغه نمانځی او هغه پخوانی رسم دی چې كه څه هم د زرهاو كالو په اوږدو كښی ېې زېانونه لېدلې دی خو هیڅ كله له مېنځه نه دی تللی او د هغو بيلا بيلو قومونو او مذهبونو له خوا ېې چې د ايران په خاوره كښې ېې شتون پيدا كړی دی، د تائېد مهر خوړلی دی. په دی وجه نن ورځ نوروز، په ټولو قومی، مذهبی، فرهنګی او زبانی تكثر سره د اېران د ولس ېو ستر او وحدت بخښونكی سيمبول دی.