د ايران د قرانی خبری اژانس (ايكنا) د يو راپور پر اساس، چې له اماراتو له سركاری خبری اژانس وام یې نقلوی چې اسلامی نړۍ د اتحادیې مشرښاغلی «عبدالله بن عبدالمحسن التركی» اعلان وكړ چې د قران پاك حفظ نړيوال انجمن د يوې مخصوصی كمیټۍ په جوړولو سره د دې سيمينار د ښه او غوره طريقی سره د تر سره كولو لپاره خپلې هڅې پيل كړی دی
هغه زياته كړه چې د قران پاك حفظ نړيوال انجمن له پوهنتونونو استاذانو، پوهاندو او څیړونكو او قرانی محقيقانو غواړی چې هغوی دې په دې سيمينار كې خپلې ښې مقالې وړاندې كړی.
دا سيمينار په څلور موضوعاتو په باندې تر سره كیږی. « د قران پاك د حفظ د موسسو او تر مينځ همكارۍ، « د قران پاك د زده كړې په لاره كې خنډونه او د دې خنډونو د ليرې كولو لارې، « د قران پاك د زده كړې د پاره نوی طريقی كارول، « د قران پاك د ښوونې علمی سريزې،.
554775