IQNA

د ايران ولسمشر وويل د‏‎ ‎سيمې مشكلات د پرديو له لاسوهنې پرته حل كیږی ‏

22:26 - March 27, 2010
د خبر لمبر: 1900121
سياسی ډله: داسلامی جمهوريت ولسمشر ډاكټر محمود احمدی نژاد وويل د سيمې مشكلات او ‏ستونزې د پرديو له لاسوهنې پرته هم حل كيدای شی. او د سيمې هيوادونه خپلو ستونزو حل ‏كولو لپاره پرديو ته اړمن نه دی. ‏
د ايران د قرانی خبری اژانس (ايكنا) د يو راپور پر اساس، د ايران داسلامی جمهوريت ‏ولسمشر ډاكټر محمود احمدی نژاد د پرديو شتون او لاسوهنه د سيمې د مشكلاتو اصلی جرړه ‏وبلله او ټينګار یې وكړ امنيت او پرمختګ يوازې د سيمې د هيوادونو په ګډون او ملګرتيا سره ‏محقق كیږی.‏
داسلامی جمهوريت ولسمشر ډاكټر محمود احمدی نژاد دغه راز د د عراق ولسمشر ښاغلی ‏جلال طالبانی سره په كتنه كښې مينځنی ختیځ سيمه دانسانی تمدن او كلتور زانګو وبلله او ویې ‏ويل نن سبا د عدالت، سرشيندنې او ديوه خدای پاك د منلو په هكله د ارزښتونو د معرفی كيدا ‏لپاره شرايط برابر دی.‏
د عراق ولسمشر ښاغلی جلال طالبانی هم په دغه كتنې كښې د سيمې د هيوادونو ګټو ليدتوګو ‏او ګټو ته په اشارې سره وويل د سيمې مشكلات بايد د پرديو له لاسوهنې پرته حل شی.‏
‏555002‏
captcha