IQNA

د كنېسی جوړونه د قدس شريف د وېجاړولو لپاره يوه سريزه ده.

15:00 - March 28, 2010
د خبر لمبر: 1900328
آېت الله العظمی مكارم شيرازی د مسجدالاقصې سره نژدی د كنيسې د جوړولو په هكله د ېوې بيانیۍ په صادرولو سره خبرداری وركړ او دغه اقدام ئې د قدس شرېف د ورانولو لپاره يوه هچه وبلله.
د ايران د قرآنی خبری آژانس ايكنا د رپورټ له مخې د تقليد د دغه مرجع په بيانېه كښې راغلې دی: د قدس شريف د ېهودی جوړونې لپاره د اسرائېل د غاصب رژېم له خوا ېوه نوی شيطانی توطئۍ بڼه ونېوله او هغه د مسلمانانو په ځمكه كښې د مسجدالاقصی د لويدیځ ديوال سره ډير نژدی د يوې ستری كنيسې جوړول دی.

ددغه بيانېۍ په يوه بله برخه كښې راغلی دی: د نړيوالی ټولنې له خوا د غندلو سره سره د نوې پراخ ښار ګوټی د جوړونې سره جوخت ددغې كنيسې افتتاح چې له زېاتو تبليغاتو سره مله وه، د دغې غميزی د ژورتېا بيانونكی ده، او حتی سياسی شناندی باوری دی چې دا قدس شريف د ورانولو او د هغه پر ځای د سليمان د معبد د جوړولو او په بيت المقدس كښی د ټولو اسلامی آثارو د له مينځه وړلو لپاره يوه سريزه ده او مونږ دا ټول كارونه په كلكه غندو.

شماره‌ خبر :555112
captcha