IQNA

اردوغان :قدس، د اسلامی نړۍ د سترګو تور دی

22:22 - March 28, 2010
د خبر لمبر: 1900370
سياسی ډله: د تركی لومړی وزير د قدس په اړه د صهيونست رژيم سياستونه ليونتوب وباله . ‏
د ايران د قرانی خبری اژانس (ايكنا) د يو راپور پر اساس، چې له سعودی ورځ پاڼی الرياض ‏یې نقلوی چې د تركی لومړی وزير رجب طيب اردوغان د ليبيا په سرت ښار كښې په عرب ‏مشريزه كښې د صهيونست رژيم لخوا د نيواكی قدس د پلازمينې د طرحی اوسياستونو په باب ‏وويل دفه سياستونه سوچه ليونتوب دی . ‏
اردوغان وويل تركيه به هیڅكله د اسرائيلو لپاره د قدس شريف د پلازمينی طرحه ونه منی . ‏
د تركی لومړی وزير په قدس او په نورو سپیڅليو ځايونو د صهيونست رژيم تيری د نه منلو ‏وبلل او ويی ويل په نيواكی قدس كښې د ۱۶۰۰ صهيونست ميشته كورونو جوړول هیڅ منطقی ‏توجيه نلری . ‏
اردوغان د صهيونست ناروا رژيم تيری له نړيوالو او انسانی قوانينو سره په تضاد كښې وبلل ‏او ویې ويل اسرائيل نه يوازې نړيوال قوانين ، بلكه تاريخ هم تحريفوی.‏
په دې اجلاس كې د ليبيا د ولسمشر ښاغلی معمر قذافی سره سره د عربو ديارلس مشرانو هم ‏ګډون وكړ.‏

‏555260‏
captcha