د ايران د قرانی خبری اژانس (ايكنا) د يو راپور پر اساس، د ايران د اسلامی جمهوريت ولسمشر ډاكټر محمود احمدی نژاد نن د تركی د لومړی وزير له مرستيال جميل چيچك سره په كتنه كښې وويل نړيوال قدرتونه يوازې د خپلو ګټو د تامينولو په فكر كښې دی او له نورو ملتونو سره د مرستی په ځای د هغوئ د پرمختګ په لاره كښې خنډونه جوړوی.
ښاغلی احمدی نژاد د نړۍ حالات په چټكۍ سره بدليدونكې وبلل او زياته یې كړه په نويو حالاتو كښې د ايران او تركی په غاړه ډيری مهمی دندی او مسئوليتونه پراته دی .
د تركی د لومړی وزير مرستيال هم وويل تركی له ايران سره اړيكو ته ډير اهميت وركوی او له تهران سره د انقرې د اړيكو پراختيا نه يوازی د تركی د اوسنې حكومت اصلی سياست دی بلكی تيرو حكومتونو هم پرې ټينګار درلودلی دی.
555523