IQNA

احمدی نژاد: نړيوال قدرتونه د ملتونو په وړاندی خنډونه جوړوی

22:02 - March 29, 2010
د خبر لمبر: 1900641
سياسی ډله: د اسلامی ايران ولسمشر ډاكټر محمود احمدی نژاد وويل نړيوال قدرتونه د ملتونو ‏د پرمختګونو په وړاندی خنډونه جوړوی. ‏
د ايران د قرانی خبری اژانس (ايكنا) د يو راپور پر اساس، د ايران د اسلامی جمهوريت ‏ولسمشر ډاكټر محمود احمدی نژاد نن د تركی د لومړی وزير له مرستيال جميل چيچك سره ‏په كتنه كښې وويل نړيوال قدرتونه يوازې د خپلو ګټو د تامينولو په فكر كښې دی او له نورو ‏ملتونو سره د مرستی په ځای د هغوئ د پرمختګ په لاره كښې خنډونه جوړوی. ‏
ښاغلی احمدی نژاد د نړۍ حالات په چټكۍ سره بدليدونكې وبلل او زياته یې كړه په نويو ‏حالاتو كښې د ايران او تركی په غاړه ډيری مهمی دندی او مسئوليتونه پراته دی . ‏
د تركی د لومړی وزير مرستيال هم وويل تركی له ايران سره اړيكو ته ډير اهميت وركوی او ‏له تهران سره د انقرې د اړيكو پراختيا نه يوازی د تركی د اوسنې حكومت اصلی سياست دی ‏بلكی تيرو حكومتونو هم پرې ټينګار درلودلی دی.‏
‏555523‏
captcha