IQNA

د قدس سره د ملاتړ نړيوال كنفرانس تر سره كیږی.

14:12 - March 30, 2010
د خبر لمبر: 1900852
د ليبيا په (سرت) ښار كښې د عرب مشرانو په ٢٢ غونډه كښی ګډون كونكو د دغه اجلاس د پائۍ په بيانيه كښی موافقه وكړه چې په روان ميلادی كال كښې د (قدس سره ملاتړ) په نوم دی يو بين المللی كنفرانس تر سره شی.
د ايران د قرآنی خبری آژانس ايكنا د رپورټ له مخې د عربو مشرانو د ٢٢ اجلاس د پائۍ په بيانيه كښی چې د ١٣٨٩ كال د وری د مياشتی په ٨ نیټه پائی ته ورسيد، راغلی دی چې په روان ميلادی كال كښې د عربو د اتحادېۍ په څارنی او د عربو د موسسو او اتحادېو او د عربی هيوادونو د مدنی ټولنو د پلاوو په ګډون سره د قدس سره د ملاتړ په عنوان يو نړيوال كنفرانس تر سره شی.
د دغه غونډی د پائی په بيانيه كښی عرب مشرانو د فلسطين د خلكو پر خلاف د اسرائيلی رژيم جناېتونه او د صهيونيسټی رژيم د ښار ګوټی جوړونی د سياست دوام وغندلواو د قدس له ښار سره د عربی هيوادونو پر بشپړ ملاتړ او د قدس د يهودی جوړونی د مخنيوی لپاره ئی د عملی طرحې پر اجرا او د دغه ښار د اسلامی مقدساتوپر خلاف ئې د اسرائېل د رژېم د جنايتونو پر بندولو باندی ټينګار وكړ.

شماره‌ خبر :555609
captcha