IQNA

د فرانسی د مسلمانانو په كلنۍ غونډه كښی د مسلمانو هنرمندانو شتون.

17:55 - April 01, 2010
د خبر لمبر: 1901279
د فرانسی، اروپا او د نړۍ له بيلا بيلو هيوادونو څخه د اسلامې هنر يو شمير مشاهير به په پيرس كښې د فرانسې د مسلمانانو په ٢٧ كلنۍ غونډه كښی شتون ولری.
د ايران د قرآنی خبری آژانس ايكنا د رپورټ له مخې د فرانسې د مسلمانانو د سالانه غونډې په ترڅ كښې چې د روان كال د وری د مياشتې د ١٣ نه تر ١٦ نیټی پوری تر سره كیږی، د نړۍ يو شمير نامتو مسلمان هنرمندان
شتون لری او مختلف فرهنګی پروګرامونه او هنری نمائشنامی به اجرا كړی.

په دغه غونډه كښی چې د لس هاو پوهانو، د نظر د خاوندانو او د رسنيووالو په ګډون سره تر سره كېږی، د مسلمانانو د ژوند بدلولونه او واقعيت او د هغوې اجتماعې مسوليت او په لويدیځ كښی د مسلمانو د ژوند په وړاندی لانجی څیړلې كیږی او هيله ده چې په سږنی غونډه كښی به د فرانسی او د نړی د مختلفو هيوادونو نه څه د پاسه ېو لاك او ديرش زره مسلمانان شتون ولری.

شماره‌ خبر :556240
captcha