د ايران د قرانی خبری اژانس (ايكنا) د يو راپور پر اساس،علی لاريجانی نن د ايران په جنوب كې د منځنی ختیځ د اوسپنې د ډبرو د سترې كارخانې د پرانيستا په مراسمو كې وويل، په ذهنونو كې داسې اچول شوی وو چې صهيونست رژيم ماته نخوری، خو دغه رژيم يو ځل په لبنان او بل ځل هم په غزې كې ماته وخوړه.
سپيكر لاريجانی د صهيونست رژيم تاريخ له جنايتونو ډك وباله، او وې ويل دغه رژيم ته اجازه وركړ شوې چې حتی د لودیځو هيوادونو پاسپورتونه هم جعل كړی، او نورو هيوادونو ته ترور لپاره ترهه ګر واستوی
557420