IQNA

نه شو كولی د غزې د ماشومانو د وژلې په وړاندې بی تفاوته واوسو.

16:13 - April 06, 2010
د خبر لمبر: 1903407
د تركېۍ لومړی وزير پرون د فلسطين د مظلوم ولس پر خلاف د صهېونيزم د جنايتونو دوام ته په اشارې سره ټينګار وكړ: په غزه كښې د بې ګناه ماشومانو په وژله باندې سترګې نه شو پټولې او له دغه انسانې ضده اقدامه بې تفاوته نه شو پاتی كيدلی.
د ايران د قرآنی خبری آژانس ايكنا د رپورټ له مخې رجب طېب اردوغان چې پرون ئې د په استنبول كښې د تركی-عربی ټليويژنې چينل په افتتاحيه مراسمو كښې خبری كولی، څرګنده كړه: مونږ نن ورځ د دې تركی عربې ټيلېويژنې چينل په افتتاح سره له عربی هيوادونو سره د تركېۍ په اړيكو كښی د يوې تاريخې ورځې شاهد يو او دا چينل به د تركیۍ د راډيو ټيليويزيون د موسسې سره د يوپئيلی ارګان په توګه فعاليت كوی.

د تركېۍ لومړی وزيرپه دوام كښی ټينګار وكړ: مونږ نه شو كولې په سيمه او نړۍ كښې د بی ګناه ماشومانو د وژلی په وړاندې خپلی سترګې او غوګونه بند كړو او لكه څنګه چې د هائیټی د غم ځپلوپه وړاندې بې تفاوته نه وو او د هغوی د مرستی لپارو مو يو شمير مرستندوی ډلی چلې ته ولیږلې دغه شان به د صهېونيسټی جنايتونو پرخلاف هم غبرګون وښايو.
شماره‌ خبر :557854

captcha