IQNA

د اردن د مطبوعاتو او نشریۍ اداره د قدس د يهودی جوړونې سره د جدی مقابلی غوښتونكی شوه.

16:12 - April 06, 2010
د خبر لمبر: 1903410
د اردن د مطبوعاتو او نشریۍ اداره پرون د قدس د ېهودی جوړونی سره د مقابلی لپاره د اسلامی او عربی هيوادونو د جدی،ستراتژك او حقېقی حركت او خوزښت غوښتونكی شوه.
د اردن د الدستور ورځپاڼې له قوله د ايران د قرآنی خبری آژانس ايكنا د رپورټ له مخې، د اردن د مطبوعاتو او نشرېۍ اداری د يوتحقېق په وړاندې كولو سره د صهيونسټی رژيم د لومړې وزير د وروستيو څرګندونو نه وروسته په قدس ښار كښې د دغه رژيم د نيواكګرو د جنايتونو د دوام خبر وركړ.


په دغه تحقېق كښې چې (په قدس كښی نښته، په دغه ښار كښی د صهېونيزم وروستی تيری) په عنوان سره خپور شوی دی، راغلی دې چې په قدس كښی د نيواكګرو جنايتونه او په دغه سيمه كښی د ښار ګوټی جوړونه د هغو بين المللی قوانېنو چې د قدس لپاره د يو ځانګړی جاېګاه قايل دې، نقضول ګڼل كیږی.

شماره‌ خبر :557970
captcha