IQNA

احمدی نژاد: بنديزونه د ايران اتومی پرمختګونه نه شی ودرولای ‏

23:56 - April 10, 2010
د خبر لمبر: 1904989
سياسی ډله: د اسلامی ايران ولسمشر وويل بنديزونه د ايران اتومی پرمختګونه نه شی ‏ودرولای . ‏
د ايران د قرانی خبری اژانس (ايكنا) د يو راپور پر اساس، د ايران د اسلامی جمهوريت ‏ولسمشر ډاكټر محمود احمدی نژاد د جرمنی له آر ټی ال تلويزيونی چينل سره په مركه كښې ‏وويل له دی سره سره چی تهران په شل سلنه د يورانيمو د پخولو وس لری خو بيا هم له ‏كوم وارمخكې شرط پرته د اتومی سونګو تبادلی ته چمتو دی . ‏
ښاغلی احمدی نژاد په دغه بيانيه كښې چی په ځايی وخت بیګا خپره شوه وويل ايران په ‏اتومی مسئله كښې د نورو هيوادونو تر اغيزو لاندی نه ورځی او ايران هغو هيوادونو ته ‏كومه اړتيا نلری چی د زور اچول یې خپله اجنډا ګرځولی ده . ‏
د ايران د اسلامی جمهوريت ولسمشر ډاكټر محمود احمدی نژاد په دی يو وار بيا ټينګار وكړ ‏چی د ايران اتومی پروګرام يوازې د غير پوځی اهدافو لپاره دی او ايران په اصولی ‌ډول له ‏اتومی بم سره مخالف دی . ‏
هغه وويل ډلوژونكی وسلی غير انسانی دی او اسلامی ايران ورته كومه اړتيا نلری .‏
‏559297‏
captcha