IQNA

د صهيونيسټی رژيم هدف د اردن د سيند د لويدیځی غاړی نه د مسلمانانو په بشپړه توګه ويستل دی.

17:46 - April 13, 2010
د خبر لمبر: 1906758
د فلسطين د قانون جوړونی شوری د يكشنبی په ورځ د يوی بيانیۍ په صادرولو سره د صهيونيسټی رژيم د تيری ګرو اقداماتو د غندلو په ترڅ كښی د دغه رژيم هدف د اردن د سيند د لويدیځی غاړی نه د مسلمانانو په بشپړه توګه ويستل وبلل
د ايران د قرآنی خبری آژانس ايكنا د رپورټ له مخې د فلسطين د قانون جوړونی د شوری نائب رئيس احمد بحر په دغه بيانيه كښی اعلان وكړ: په فلسطينی زمكو كښی د صهيونيسټی رژيم غير قانونی اقدامات پكار دی له ټولو ممكنو او قانونی اوزارو څخه په استفادی سره بند شی.
ده زياته كړه: دغه رژيم اراده لری چی د مسلمانانو د تدريجی ويستلو او د دغه سيمی د بشپړی خالی كولو په ترڅ كښی د اردن د سيند په لويدیځه غاړه كښی د يهودې ميشتو ښارګوټو د پراختيا طرحو ته عملی جامه ورواغوندی.
شماره‌ خبر :561291
captcha