د ايران د قرآنی خبری آژانس ايكنا د رپورټ له مخې د يهوديانو ډلو په دغه منشور كښی په ناسمی شيوی سره هڅه كړی ده چی له قرآنی آيتونو او د تورات له متنونو نه په استفادی سره دا خبره ثابته كړی چی قدس عربی او اسلامی خاوره نه ده او ددې مسلمان اوسيدونكو له پكار دې چی له دغه ښاره واوځی.
په دغه منشور كښی راغلی دې: مومن يهوديان پكار دی د تورات په حكمونو باندی پائېبند وی ځكه چی په تورات كښی ټينګار شوی چی د اسرائيل خاوره له ابراهيم، اسحاق، يعقوب او د هغوی د اولادونو سره تعلق لری او ټول په دې مسلی باندې د نظر يو والې لری چی يهوديان د اسرائيلی امت بچې او د ابراهيم، اسحاق او يعقوب اولاد دی.
562518