IQNA

احمدی نژاد:ارزانه انرژی د پانګوالۍ د پایښت عامل دی ‏

19:02 - April 16, 2010
د خبر لمبر: 1907678
سياسی ډله: د اسلامی ايران ولسمشر محموداحمدی نژاد وايی چې كه پانګوالۍ نظام ته د ‏ارځانه انرژۍ رسېدل له خنډ سره مخ شی دغه بلاك ډېر ژر له منځه تللی شی. ‏
د ايران د قرانی خبری اژانس (ايكنا) د يو راپور پر اساس، نن ښاغلی احمدی نژادپه تهران ‏كې د برېښنايی صنعت د زياركښانو د درناوی په مراسمو كې دې ته په اشارې سره چې نن ‏سبا د نړۍ ډېرو هيوادونو په نړۍ كې پر انرژۍ د سلطې لپاره جګړه پيل كړې، زياته كړه چې ‏په افغانستان او عراق كې جګړه، د سيمې پر هيوادونو د وسلو پلورل او منځنی ختیځ كې ‏نارامۍ د منځنی ختیځ پر انرژۍ د سلطې دليل دی.‏
ښاغلی احمدی نژاد دا هم وويل چې د لومړۍ او دويمې نړيوالې جګړې برخليك د منځنی ‏ختیځ انرژۍ وټاكه او په وينا یې انرژی دومره مهمه ده چې برتانيا د ښكېلاكګرو ستنو يا ‏بنسټونو د پياوړتيا لپاره كار ترې واخيست.‏
‏563192‏
captcha