د ايران د قرانی خبری اژانس (ايكنا) د يو راپور پر اساس، د تهران د جمعې لمانځه خطيب حجت الاسلام كاظم صديقی په نن ورځې جمعې لمانځه خطبو كښې په تهران كښې داټومی بې وسلې كولو دنړيوال كانفرنس ترسره كيدا ته په اشارې سره وويل دايران ملت دداډول كانفرنس دجوړولو وس لری ځكه چې زمونږ دين او مذهب دټولو انسانانو حقوقو ته په احترام ټينګار كوی .
دتهران دجمعې لمانځه موقته امام دايران پرضد امريكا د ولسمشر د ګواښ په باره كښې وويل د ايران پرضد د اوباما ګواښ يوازې ليونتوب او ښكاره رسواۍ ده .
صديقی جوته كړه امريكا چې په اټومی حملو كښې شرمونكی مخينه لری حق نه لری نور هيوادونه دسوله ايزو اټومی پروګرامونو دتعقيبولو په خاطر ورټی .
دتهران دجمعې لمانځه خطيب په واشنګټن كښې وروستی اټومی كانفرنس ته په اشارې سره وويل دامريكايانو كانفرنسونه چټی او له داخلی څخه پوچ دی .
حجت الاسلام كاظم صديقی دايران داټومی ساينس پوهانو په قدرونې سره هغه داسلامی ايران دلوړې سرچينه وبلل او ویې وويل زمونږ ځوانو او ژمنو ساينس پوهانو ښودلی ده چې دين له علم ، پراختيا او پرمختګ سره سمون لری او له هغو سره تضاد نه لری .
دتهران دجمعې لمانځه خطيب وويل نړۍ وغواړی او كه ونه غواړی دايران ملت به په خپلو ځوانو ساينس پوهانو سره دغه كار ته دوام وركړی او لوړ مقصد ته به ورسیږی .
صديقی دغه راز دايران داسلامی جمهوريت دپوځ دورځ دكليزې په درنښت كولو سره وويل دايران داسلامی جمهوريت پوځ داسلامی انقلاب دسپاه پاسداران ځواك په څنګ كښې دنړۍ په قدرتمنو پوځونو كښې راځی چې دهيواد او اسلامی انقلاب دبرياو دساتنې لپاره یې ملاتړلی ده .
هغه دغه راز دمشر تابه دستر مقام لخوا ددوه چنده همت او دوه چنده كار په نوم دروان هجری لمريز كال نومولو ته په ا شارې سره دوه چنده همت او دوه چنده كار دبشر دژوند ترټولو اسلامی ،اخلاقی ، عرفانی ، اقتصادی ، تولنيز او سياسی چارې وبللې .
563306