IQNA

ايت الله خامنه ای: د ایټمی وسلوكارندوالی حرام دی ‏

23:17 - April 17, 2010
د خبر لمبر: 1908363
سياسی او ټولنيزه ډله: د اسلامی انقلاب معظم لارښود د ایټمی وسلو د ختمولو لومړنی نړيوال كنفرانس ته په ‏پيغام كې جوته كړه مونږ د ډلوژونكو وسلو كارندوالی حرام ګڼو او له دغې لوئې بلا د انسانا نو د خوندی كولو ‏لپاره هڅه ،د ټولو دنده ګڼو.‏
د ايران د قرانی خبری اژانس (ايكنا) د يو راپور پر اساس، حضرت يت ا.... العظمی سيد علی خامنه ای نن د ‏تهران كنفرانس ته پخپل پيغام كې وفرمايل په ځای ده چې د وسلو د ختمولو نړيوال كنفرانس په نړۍ كې د ‏ایټمی وسلو د توليد او انبارولو د خطرو په څیړنو سره په حقيقت پال ډول د بشريت په ضد له دغه ګواښ سره ‏دمقابلې لارې چارې ولټوی څو د سولې او ثبات د ساتنې په لاره كې جدی ګام پورته كړائ شی .‏
د اسلامی انقلاب ستر لارښود د نورو هيوادونو د ګواښلو په باب د ځينو حكومتونو ایټمی سټراټيجۍ ته په ‏اشارې سره وئيلی ،د اين پی ټی تړون خورا لوی خلاف ورزی كونكی هغه قدرتونه دی چې د ایټمی وسلو د ‏ختمولو لپاره د تړون په شپږمې مادې كې د خپلو ژمنو پر خلاف ورزۍ سربيره د دغو وسلو په حقيقی پراختيا ‏كې نيغ په نيغه رول لری .‏
دوی د امريكائی حكومت له خوا په ایټمی وسلو د صهونيسټ رژيم سبالتيا ته په اشارې سره داد پراختيا د ‏بنديز د تړون خلاف ورزی وبلله او ټينګار ئې وكړ دا چاره نړۍ او مينځنی ختیځ له جدی ګواښ سره مخامخ ‏كړی دی ‏
د اسلامی انقلاب ستر لارښود په خپل پوه پيغام كې دغه راز ایټم پيژندنه او ایټمی سائينس خورا لويه انسانی ‏بريا وبلله او جوته ئې كړه ، د مينځنی ختیځ ملتونه چې د نړۍ د نورو ملتونو په شان د پرمختګ ، امنيت او ‏سولې تږی دی ، حق لری چې له دغې ټيكنالوجۍ څخه په استفادې سره د خپلو راتلونكو نسلونو برلاسه ‏موقيعّيت، او اقتصادی مقام تضمين كړی
‏563592‏
captcha