IQNA

د مسجدالاقصی سره نژدی د فخراسرائيل كنيسی افتتاح كیږې.

16:31 - April 18, 2010
د خبر لمبر: 1908965
د قدس د يهودی سازۍ لپاره د صهيونيسټی رژيم د اقداماتو د سختيدو نه وروسته د مسجدالاقصی سره نژدی د يهوديانود فخراسرائيل كنيسی او الهيكل موزی ډيره ژر افتتاح كيدونكی ده
د ايران د قرآنی خبری آژانس ايكنا د رپورټ له مخې په قدس كښی خبری سرچينو رپورټ وركړ: صهيونسټی نيواكګر همدااوس د مسجدالاقصی د لويدیځی برخی د البراق ديوال ته مخامخ د الهيكل موزی او ددغه مسجد په خوا كښې د فخر اسرائيل په نوم د كنيسی د افتتاح لپاره پلان سنجوی.
ددغه رپورټ له مخې د فخر اسرائيل د يهودی د كنيسی خطر د الخراب د ېهودی كنيسې نه كومه چی څو اونۍ مخكښی افتتاح شوه، زيات دی او مسجدالاقصی په سختۍ سره ګواښی.
د مصر د پارليمان مشر احمد فتحې سرور ووئيل: د امريكې ولسمشر باراك اوباما د اسلامی نړۍ په وړاندی له سخت امتحان سره مخ دی، ځكه چی ده قاهره او استنبول كښې د اسلامی نړۍ لپاره په خپلو ويناوو كښی د فلسطين د مسلی په حل باندی د پائبندۍ او د فلسطينی خپلواك حكومت په جوړولو باندی ټينګار كړی وو.

563693
captcha