IQNA

په لندن كښی د حضرت زينب (س) د ولادت جشن تر سره كیږی.

17:25 - April 19, 2010
د خبر لمبر: 1909613
د حضرت زينب (س) د نيكمرغی زوكړی په مناسبت جشنی مراسم نن دوشنبه په لندن كښی تر سره كیږی.
د ايران د قرآنی خبری آژانس ايكنا د رپورټ له مخې دغه مراسم به د اهل بيت (ع) د ليوالو په شتون سره د لندن د شيعه مسلمانانو د اسلامی مركز په همت په سيمه ايز وخت د ٢٠ نه تر ٢٢ بجو پوری تر سره كیږی.
د قرآن كريم قرائت، حديث كسا، د جمعې نمونځ، د حضرت زينب (س) په هكله وينا، د مولود لوستل او د حضرت زينب (س) د زيارت نامی قرآت هغه پروګرامونه دی چی په دغو مراسمو كښی به تر سره كیږې.
په همدی مناسبت د نيويارك د شيعه مسلمانانو په مركز كښی هم د جشن مراسم جوړیږی چی د جمعی په نمونځ، د سوره ياسين په تلاوت، حديث كسا، مولودی خوانی او زيارت خوانۍ باندی به مشتمل وی.

564458
captcha