د ايران د قرآنی خبری آژانس ايكنا د رپورټ له مخې دغه مراسم به د اهل بيت (ع) د ليوالو په شتون سره د لندن د شيعه مسلمانانو د اسلامی مركز په همت په سيمه ايز وخت د ٢٠ نه تر ٢٢ بجو پوری تر سره كیږی.
د قرآن كريم قرائت، حديث كسا، د جمعې نمونځ، د حضرت زينب (س) په هكله وينا، د مولود لوستل او د حضرت زينب (س) د زيارت نامی قرآت هغه پروګرامونه دی چی په دغو مراسمو كښی به تر سره كیږې.
په همدی مناسبت د نيويارك د شيعه مسلمانانو په مركز كښی هم د جشن مراسم جوړیږی چی د جمعی په نمونځ، د سوره ياسين په تلاوت، حديث كسا، مولودی خوانی او زيارت خوانۍ باندی به مشتمل وی.
564458