IQNA

احمدی نژاد: د ایټمی وسلو خطره درسته نړۍ ګواښی ‏ ‏ ‏ ‏ ‏

18:48 - April 19, 2010
د خبر لمبر: 1909644
‏ سياسی ډله: ډاكټر محمود احمدی نژاد وويل دې خبرې ته پّه پام سره چې د ایټم بم جوړول او پراختيا ئې د ‏ځينو هيوادونو په ايجنډا كې شته ، ضروری ده د وسلو د ختمولو په زمينېې كې هلې ځلې او ملګرتياوې ‏زياتې شی.‏
د ايران د قرانی خبری اژانس (ايكنا) د يو راپور پر اساس، د اسلامی ايران ولسمشر ډاكټر احمدی نژاد د ‏انډونيشيا له خارجه وزير مارتی ناتالګاوا سره په كتنې كې د ايران او انډونيشيا ترمينځّ د ملګرتيا ظرفيتونه ‏پراخ وبلل او وې ويل دواړه هيوادونه له ایټمی وسلو سره د مبارزې ، د نويو نړيوالو اړيكو د ټينګيدا او دوو ‏اړخيزو اړيكو په زمينې كې له يوه بل سره رغنده او ښې ملګرتياوې درلودلی شی .‏
هغه جوته كړه نوی نړيوال نظام بايد يو عادلانه ،انسانی او انسانانو ته د احترام په اساس نظام وی څو د نړۍ د ‏ملتونو ترمينځ تل پآتې امنيت او عدالت رامیڼځته كړی . ‏
د انډونيشيا خارجه وزير هم په دغې كتنې كې د نړۍ د وسلو د ختمولو په ضرورت په ټينګار سره په تهران ‏كې د ایټمی وسلو د ختمولو كنفرانس په دې زمينې كې يو مهم ګام وباله او وې ويل انډونيشيا په نړۍ كې د ‏ایټمی وسلو له پراختيا سره په ارتباط كې د ايران د اسلامی جمهوريت له اندیښنو او دا چې دواړه هيوادونه بايد ‏د ایټمی وسلو د ختمولو په لاره كې سره لا نزدې شی ، بشپړ يو نظر لری ، هغه دغه راز د نړيوالو اړيكو ‏بدليدا ته په اشارې سره زياته كړه انډونيشيا په نړۍ كې د عادلانه نظم او مناسباتو له رامينځته كيدا سره بشپړ ‏موافقه ده
‏564270‏
captcha