د ايران د قرانی خبری اژانس (ايكنا) د يو راپور پر اساس، د اسلامی ايران ولسمشر ډاكټر احمدی نژاد د انډونيشيا له خارجه وزير مارتی ناتالګاوا سره په كتنې كې د ايران او انډونيشيا ترمينځّ د ملګرتيا ظرفيتونه پراخ وبلل او وې ويل دواړه هيوادونه له ایټمی وسلو سره د مبارزې ، د نويو نړيوالو اړيكو د ټينګيدا او دوو اړخيزو اړيكو په زمينې كې له يوه بل سره رغنده او ښې ملګرتياوې درلودلی شی .
هغه جوته كړه نوی نړيوال نظام بايد يو عادلانه ،انسانی او انسانانو ته د احترام په اساس نظام وی څو د نړۍ د ملتونو ترمينځ تل پآتې امنيت او عدالت رامیڼځته كړی .
د انډونيشيا خارجه وزير هم په دغې كتنې كې د نړۍ د وسلو د ختمولو په ضرورت په ټينګار سره په تهران كې د ایټمی وسلو د ختمولو كنفرانس په دې زمينې كې يو مهم ګام وباله او وې ويل انډونيشيا په نړۍ كې د ایټمی وسلو له پراختيا سره په ارتباط كې د ايران د اسلامی جمهوريت له اندیښنو او دا چې دواړه هيوادونه بايد د ایټمی وسلو د ختمولو په لاره كې سره لا نزدې شی ، بشپړ يو نظر لری ، هغه دغه راز د نړيوالو اړيكو بدليدا ته په اشارې سره زياته كړه انډونيشيا په نړۍ كې د عادلانه نظم او مناسباتو له رامينځته كيدا سره بشپړ موافقه ده
564270