IQNA

د سعودی عرب وهابی مفتی له ايت الله سيستانی بخښنه وغوښته

21:31 - April 19, 2010
د خبر لمبر: 1909670
نړيواله ډله: د سعودی عرب د پلازمينې رياض د البوادری جومات د جمعی امام او وهابی مفتی "محمد ‏العريفی" له شيعه و ستر مجتهد آيت اللہ العظمی سيد علی سيستانی بخښنه غوښتې ده
د ايران د قرانی خبری اژانس (ايكنا) د يو راپور پر اساس، چې له اباء خبری اژانسه یې نقلوی چې د انټرنټ ‏يو ويب پاڼې نه په اتلسم اپريل د سعودی عرب وهابی مفتی ښاغلی محمد العريفی يو د اواز فايل خپور كړ چې ‏پكښې العريفی څو مياشتی وړاندې د آيت اللہ العظمی سيد علی سيستانی سپكاوی كار باندې د بخښنی په ‏غوښتلو سره وويل چې شيعه عالمان له سنيانو عالمانو زيات پرهيزګار او تقوی لرونكی دی ‏
هغه زياته كړه چې كله آيت اللہ العظمی سيد علی سيستانی كور په ټی وی باندې ښودلی كیږی نو معلومیږی ‏چې د شيعه ؤ ستر مجتهد څومره زاهدانه او ساده ژوند تيروی خو بيا هم د هغو رعب او عظمت د سنيانو ‏عالمانو څخه څو ګنا زيات دی چې هغوی په سترو محلونو كې ژوند تيروی.‏
‏564851‏
captcha