د ايران د قرانی خبری اژانس (ايكنا) د يو راپور پر اساس، چې له اباء خبری اژانسه یې نقلوی چې د انټرنټ يو ويب پاڼې نه په اتلسم اپريل د سعودی عرب وهابی مفتی ښاغلی محمد العريفی يو د اواز فايل خپور كړ چې پكښې العريفی څو مياشتی وړاندې د آيت اللہ العظمی سيد علی سيستانی سپكاوی كار باندې د بخښنی په غوښتلو سره وويل چې شيعه عالمان له سنيانو عالمانو زيات پرهيزګار او تقوی لرونكی دی
هغه زياته كړه چې كله آيت اللہ العظمی سيد علی سيستانی كور په ټی وی باندې ښودلی كیږی نو معلومیږی چې د شيعه ؤ ستر مجتهد څومره زاهدانه او ساده ژوند تيروی خو بيا هم د هغو رعب او عظمت د سنيانو عالمانو څخه څو ګنا زيات دی چې هغوی په سترو محلونو كې ژوند تيروی.
564851