IQNA

په تركیې كښې د «پيغمبر اكرم(ص) او قرآن» سمينار ترسره شو

9:17 - April 23, 2010
د خبر لمبر: 1911163
نړيواله ډله: د «پيغمبر اكرم(ص) او قرآن» سمينار د تركیې د دينی چارو د وزارت په مرسته د غويی د مياشتې په لومړۍ نیټه په «شانلی اورفا(Şanlıurfa)» ښار كښې ترسره شو.
د ايران د قرانی خبری اژانس(ايكنا) په ګزارش چې له urfahaber یې نقلوی، د تركیې د دينی چارو وزارت سره تړلې ، د دينی چارو د كمیټۍ مشر «حمزه آكتان(Hamza Aktan)»، «نوری اوكوتان(Nuri Okutan)» د شانلی اورفا د ولايت مشر، «رمضان طاهر اوغلو» د دې ښار مفتی،عالمانو، خطيبانو د پوهنتون استاذانو او د پيغمبر اكرم(ص) مينه والو په دې سمينار كښې ګډون وكړ.
د دينی چارو د كمیټۍ مشر «حمزه آكتان(Hamza Aktan)»، د پيغمبر اكرم(ص) د شخصيت د پيژندلو او د خدای د كلام د پيژندلو په ضرورت ټينګار وكړ او ویې ويل: خدای پاك قران په داسې طريقه نازل كړی دی چې د ټولنې ټول كسان ورنه په خپل ځای ښه ګټه اخستی شی. او څوك هم دا دعوا نه شی كولی چې د خدای ايتونه هغه ته نه شاملیږی.
همدارنګ د دې پروګرام په بله برخه كښې د پيغمبر(ص) په هكله موسيقی، نعتونه، ستاينې وشوی او ځينې عالمانو پكښې د پيغمبر اكرم(ص) په شان كښې تقريرونه او ويناوې وكړې.
566792
captcha