د ايران د قرانی خبری اژانس (ايكنا) د يو راپور پر اساس، ايت آ.... احمد جنتی په تهران كې د ایټمی وسلو د ختمولو د نړيوال كنفرانس په برياليتوب سره په تر سره كولو كې د ايران د خارجه وزارت د كړاؤنو په قدرونې سره وويل، د اسلامی انقلاب د دښمنانو له هڅو سره سره له دغې غونډې د بيلا بيلو هيوادونو لوړ پوړو چارواكو تود هركلی وكړ او د تهران په غونډې كې د نړۍ د څه د پاسه شپيتو هيوادونو استاذو ګډون وكړ .
د تهران د جمعې لمانځه خطيب د ایټمی وسلو په باب د لويدیځی هيوادونو شعار ته په اشارې سره زياته كړه ، د تهران نړيوال كنفرانس د ایټمی وسلو پر ختميدا ټينګار وكړ حال داې چې د ایټمی وسلو لرونكو د ایټمی وسلو په ساتنې او په خپريدا د بنديز ټينګار دكوی
ايت ا... احـمد جنتی په ملګرو ملتو كې د تهران د ایټمی وسلو د ختمولو د نړيوال كنفرانس په نامه د اسلامی انقلاب د معظم لارښود د پيغام ثبتيدا د اسلامی ايران پرحقانيت او د اسلامی انقلاب د هغو دښمنانو د رسوائۍ په باب يو سند وباله چې د ځان لپاره له ایټمی وسلو استفاده محفوظه ګڼی .
د تهران د جمعې لمانځه خطيب ټينګار وكړ اسلامی ايران د ایټمی وسلو د جوړولو په فكر كې نه دی او د پاكې انرژۍ د توليد لپاره له ایټمی انرژۍ د استفادې غوښتنه كوی
567125