IQNA

په پاكستان كښې د شيعو په شهادت باندې په ټول هيواد كښې مظاهرې وشوې

8:24 - April 25, 2010
د خبر لمبر: 1912038
نړيواله ډله: د پاكستان شيعو پرون د جمعې په ورځ د شيعو د وحشيانه قتل په خلاف مظاهرې وكړې.
د ايران د قرانی خبری اژانس(ايكنا) په ګزارش چې له «Shiite News» اطلاع رسوونكی مركز یې نقلوی، دا مظاهرې د «مجلس وحدت مسلمين» په مرسته په بيلا بيلو ښارونو لكه اسلام‌آباد، لاهور، ملتان، فيصل‌آباد، كویټه، حيدرآباد، سكهر، جهنګ، نوابشاه، ميرپورخاص، لړكانه او جعفرآباد كښې د شيعو د عالم قتل د غندلو لپاره ترسره شوې.
په دې مظاهرې كښې ګډون كوونكيو د دې پیښو اصلی عوامل امريكه او اسرائيل وګڼل او د هغوی په خلاف یې نعرې ولګولې.
د مجلس وحدت مسلمين مشر «منور نقوی» په دې مظاهرو كښې تاكيد وكړ: امريكې او صهيونيسټی رژيم دا غواړی چې د شيعو په عام قتل سره د دې هيواد امنيت له منځه يوسی.
567477
captcha